په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې؛ د نيمروز ولايت د رسنيو دفتر نن پنجشنبه د کب په ١٦مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د نيمروز ولايت مقام کې د انساني قاچاق مخنيوي بهير د ارزولو په موخه غونډه وشوه.
امنيتي مسولينو د انساني قاچاق مخنيوي بهير په اړه له غونډې سره معلومات شریک کړل او په دې برخه کې د امنيتي ارګانونو ترسره کړي اقدامات، فعاليتونه او لاسته راوړنو په اړه يې خبرې وکړې.
د نيمروز والي د انساني قاچاق مخنيوي په برخه کې ترسره شوي اقدامات، فعاليتونه او لاسته راوړنې وارزولې او په دې ولايت کې يې د انساني قاچاق د بشپړ مخنيوي په پار د امنيتي ارګانونو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې.
خالد يو ځل بيا په امنيتي مسولينو غږ وکړ، چې د نيمروز له لارې د انساني قاچاق په ګډون هېڅ ډول قاچاق ته اجازه ور نه کړي.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه؛ د زرنج ښار هغه مسافر خانې چې د قاچاقبري کارو بار کوي، قاچاقبران او په قاچاقي لارو تلونکو مسافرو ته ځای ورکوي وتړل شي او د همدې چارو تعقيب لپاره يې يوه با صلاحيته کمېټه هم وګومارل شوه. همدا راز له دې وروسته هېڅ مسافر خانه حق نه لري چې قاچاقبرو ته او یا قاچاقي مسافرو ته ځای ورکړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د نیمروز ولایت د سیمه ایزو چارواکو دغه اقدام په داسې حال کې کیږي چې له دې مخکې په نیمروز کې د انسان قاچاق وړونکو په ښکاره تبلیغات کاوه چي خلک د قاچاقي لارو څخه ایران ته انتقال کړي.
د پیغام پای/
Your Comment